افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر والي اعلان کړی چې سږ کال د ملي پولیسو په لیکو کې دوه زره، ملي اردو ۶۰۰ او سلګونه ملکي پوسټونه د پنجشیر ځوانانو ته ځانګړي شوي دي.
محمد اغا حکيم د پنجشېر له خلکو سره د ښاري خبرو اترو په نوم غونډه کې ټينګار وکړ چې په دغه ولايت کې ملي امنيت تامين دى او هېڅ ډول جبر نه کېږي.
هغه زیاته کړه: د اسلامي نظام له رانسکوریدو وروسته، چې کابو دوه نیم یا درې کاله کیږي، په ټولو ولایتونو کې د اسلامي نظام اداري چوکاټونه تعدیل شوي او هڅې روانې دي، چې داسې وروڼه وګمارل شي، چې ژمن وي.
په همدې حال کې د پنجشېر امنيه قوماندان احمدالله بدر ټينګار وکړ چې د هر وګړي دنده ده چې د امنيت په تامين کې له دولتي بنسټونو سره همکاري وکړي.
له بلې خوا د پنجشېر د مرکز ښاروالۍ مسوولين د دغه ډول پروګرامونو پيلول د خلکو او دولت ترمنځ د واټن په لرې کولو کې اغېزمن ګڼي.
د پنجشېر د بازارک ښاروال رحمت الله محمدي وويل: "ښاروالۍ او ښاريان د يوې سکې د دوو اړخونو په څېر دي، چې يو له بل پرته شتون نه لري."
په دې ناسته کې د پنجشیر یو شمېر اوسېدونکو خپلې ستونزې له نږدې له دولتي چارواکو سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د پنجشیر سیمه ایزو چارواکو په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د هواري په خاطر به د پنجشیر د ولایت مقام او د نظامي ادارو په ګډون د شکایتونو د اوریدو کمیسیون جوړ شي او له دې وروسته به یې ستونزې حل شي.