کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشیر کې به ۲۶۰۰ کسان د پولیسو او اردو له خوا استخدام شي

12 حمل 1403 ساعت 10:51

د پنجشیر سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې سږ کال به په پنجشیر ولایت کې دوه زره د ملي پولیسو په لیکو کې، ۶۰۰ د ملي اردو په لیکو کې شامل شي.


آوا - کابل: د پنجشیر والي اعلان کړی چې سږ کال د ملي پولیسو په لیکو کې دوه زره، ملي اردو ۶۰۰ او سلګونه ملکي پوسټونه د پنجشیر ځوانانو ته ځانګړي شوي دي. 
 
محمد اغا حکيم د پنجشېر له خلکو سره د ښاري خبرو اترو په نوم غونډه کې ټينګار وکړ چې په دغه ولايت کې ملي امنيت تامين دى او هېڅ ډول جبر نه کېږي.
 
هغه زیاته کړه: د اسلامي نظام له رانسکوریدو وروسته، چې کابو دوه نیم یا درې کاله کیږي، په ټولو ولایتونو کې د اسلامي نظام اداري چوکاټونه تعدیل شوي او هڅې روانې دي، چې داسې وروڼه وګمارل شي، چې ژمن وي. 
 
په همدې حال کې د پنجشېر امنيه قوماندان احمدالله بدر ټينګار وکړ چې د هر وګړي دنده ده چې د امنيت په تامين کې له دولتي بنسټونو سره همکاري وکړي.
 
له بلې خوا د پنجشېر د مرکز ښاروالۍ مسوولين د دغه ډول پروګرامونو پيلول د خلکو او دولت ترمنځ د واټن په لرې کولو کې اغېزمن ګڼي.
 
د پنجشېر د بازارک ښاروال رحمت الله محمدي وويل: "ښاروالۍ او ښاريان د يوې سکې د دوو اړخونو په څېر دي، چې يو له بل پرته شتون نه لري."
 
په دې ناسته کې د پنجشیر یو شمېر اوسېدونکو خپلې ستونزې له نږدې له دولتي چارواکو سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
 
د پنجشیر سیمه ایزو چارواکو په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د هواري په خاطر به د پنجشیر د ولایت مقام او د نظامي ادارو په ګډون د شکایتونو د اوریدو کمیسیون جوړ شي او له دې وروسته به یې ستونزې حل شي. 


د مطلب کود: 288108

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288108/په-پنجشیر-کې-۲۶۰۰-کسان-د-پولیسو-او-اردو-له-خوا-استخدام-شي

آوا
  https://www.avapress.com