دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 288069
ملګري ملتونه: تېر کال په افغانستان کې د خوارځواکۍ د اخته مېرمنو شمېر ۱،۲ میلیونو ته ورسېد
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یوه چارواکي ویلي، تېر کال په افغانستان کې د خوارځواکي مېرمنو شمېر ۱،۲ میلیونو ته ورسېد.
افغان غږ خبری آژانس: د خوړو نړیوال پروګرام د تغذیې د څانګې مشرې مونا شیخ د پنجشنبې په ورځ په ایکس پاڼه کې په یوه خپره شوې ویډیو کې زیاته کړه چې تمه ده چې سږکال به په خوارځواکۍ اخته میرمنو شمیر زیات شي.

نوموړي په هېواد کې د خوارځواکي ماشومانو په اړه وويل، چې سږ کال به د هغوى شمېر درې ميليونو ته ورسېږي، خو يواځې ١،٦ ميليونه به مرستې ترلاسه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې تېر کال د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړو کلینیکونو ته د تلونکو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي چې د دغو اړمنو کسانو له جملې څخه ۵۲ سلنه یې ماشومان دي.
https://avapress.com/vdciqvar3t1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته