افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي: د پاکستان په اسلام آباد کې د سفارت سرپرست له پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو کتنو راپور د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړی دی.
تکل زیاتوي چې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب د پاکستان د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خپلو وروستیو کتنو راپور د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړ چې په ترڅ کې یې د وروستیو پرمختګونو او اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت دغه مقام وايي، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان د سفارت د سرپرست د راپور له اورېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او وضعيت په اړه لازم معلومات ورکړل.