کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته په اسلام آباد کې د افغان سفارت د سرپرست راپور له پاکستاني چارواکو سره د هغه د لیدنو په اړه

6 حمل 1403 ساعت 10:20

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست له پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو کتنو راپور د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړی دی.


آوا: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي: د پاکستان په اسلام آباد کې د سفارت سرپرست له پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو کتنو راپور د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړی دی.

تکل زیاتوي چې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب د پاکستان د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خپلو وروستیو کتنو راپور د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړ چې په ترڅ کې یې د وروستیو پرمختګونو او اړیکو په اړه خبرې وکړې. 

د بهرنيو چارو وزارت دغه مقام وايي، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان د سفارت د سرپرست د راپور له اورېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او وضعيت په اړه لازم معلومات ورکړل. 


د مطلب کود: 287797

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287797/د-بهرنیو-چارو-وزارت-سرپرست-ته-په-اسلام-آباد-کې-افغان-سفارت-راپور-له-پاکستاني-چارواکو-سره-هغه-لیدنو-اړه

آوا
  https://www.avapress.com