افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د بې کیفیته تېلو ۴۵ ټانکرونو د تېرېدو مخه نیول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو شويو تېلو ټانکرونو طبيعت د ملي سټنډرډ ادارې له قانون سره په ټکر کې و او هېواد ته يې د ننوتو مخه ونيول شوه.
د ملي سټنډرډ ادارې له ټولو سوداګرو وغوښتل چې هېواد ته د لوړ کيفيت لرونکي توکي وارد کړي، څو د ماشينري او وسايلو تر څنګ د هېوادوالو ژوند خوندي وي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال هم دغې ادارې د هېواد له بندرونو څخه هېواد ته د لسګونو بې کيفيته تېلو ټانکرونو د تېرېدو مخه نيولې ده.