کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ابو نصر فراهي له بندره د تېلو ۴۵ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته راستانه شول

1 حمل 1403 ساعت 11:17

د ستندرد ملي اداره وايي، له ابو نصر فراهي بندره د تېلو ۴۵ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته راستانه کړي دي.


آوا - کابل: د دغه ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د بې کیفیته تېلو ۴۵ ټانکرونو د تېرېدو مخه نیول شوې ده.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو شويو تېلو ټانکرونو طبيعت د ملي سټنډرډ ادارې له قانون سره په ټکر کې و او هېواد ته يې د ننوتو مخه ونيول شوه.
 
د ملي سټنډرډ ادارې له ټولو سوداګرو وغوښتل چې هېواد ته د لوړ کيفيت لرونکي توکي وارد کړي، څو د ماشينري او وسايلو تر څنګ د هېوادوالو ژوند خوندي وي.
 
د يادونې وړ ده، چې سږ کال هم دغې ادارې د هېواد له بندرونو څخه هېواد ته د لسګونو بې کيفيته تېلو ټانکرونو د تېرېدو مخه نيولې ده.


د مطلب کود: 287654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287654/د-ابو-نصر-فراهي-له-بندره-تېلو-۴۵-ټیټ-کیفیت-لرونکي-ټانکرونه-بېرته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com