افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې یو تښتول شوی ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.
دغه وزارت زیاتوي، چې دغه ماشوم شپږ ورځې وړاندې د سړي تښتوونکو له خوا وتښتول شو او د هغه د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ څخه د زیاتو پیسو غوښتنه وکړه.
تر دې مخکې د کابل امنیه قوماندانۍ د امنیت امر په کابل ښار کې یو ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو ژغورلی و.