کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

29 حوت 1402 ساعت 11:03

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیتي ځواکونو له خوا د سړي تښتونکو له منګولو څخه د یو ماشوم د ژغورلو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې یو تښتول شوی ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.
 
دغه وزارت زیاتوي، چې دغه ماشوم شپږ ورځې وړاندې د سړي تښتوونکو له خوا وتښتول شو او د هغه د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ څخه د زیاتو پیسو غوښتنه وکړه.
 
تر دې مخکې د کابل امنیه قوماندانۍ د امنیت امر په کابل ښار کې یو ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو ژغورلی و.


د مطلب کود: 287604

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287604/په-ننګرهار-کې-يو-ماشوم-د-انسان-تښتوونکو-له-منګولو-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com