افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، په دې پړاو کې به د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکی کسان هم ویستل شی.
د دې پاکستاني رسنۍ په وینا، وفاقي حکومت به د پنجاب ایالت حکومت ته د کارت لرونکو کسانو لیست چمتو کړي چې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره به شریک شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تابعیت کارت لرونکو څخه غوښتل شوي چې لومړی په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، که نه نو دوی به ونیول شي او ویستل شي.
نیوز نړیوالو رسنیو د سرچینو له قوله ویلي، چې د بهرنیو اتباعو د ایستلو د دویم پړاو له بشپړېدو وروسته به په دریم پړاو کې د POR (د استوګنې ثبوت) کارت لرونکي کسان ایستل کېږي.
د تېر کال په پای کې پاکستان له افغانستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړ.
ویل کیږي چې تر نیم میلیون زیات افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.