کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو ته چمتووالی نیسي

28 حوت 1402 ساعت 14:00

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب ایالت حکومت ته امر کړی چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د عملیاتو دویم پړاو د اپریل په ۱۵ پیل کړي.


آوا - کابل: د پاکستان د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، په دې پړاو کې به د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکی کسان هم ویستل شی.

د دې پاکستاني رسنۍ په وینا، وفاقي حکومت به د پنجاب ایالت حکومت ته د کارت لرونکو کسانو لیست چمتو کړي چې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره به شریک شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تابعیت کارت لرونکو څخه غوښتل شوي چې لومړی په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، که نه نو دوی به ونیول شي او ویستل شي.

نیوز نړیوالو رسنیو د سرچینو له قوله ویلي، چې د بهرنیو اتباعو د ایستلو د دویم پړاو له بشپړېدو وروسته به په دریم پړاو کې د POR (د استوګنې ثبوت) کارت لرونکي کسان ایستل کېږي.

د تېر کال په پای کې پاکستان له افغانستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړ.

ویل کیږي چې تر نیم میلیون زیات افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.


د مطلب کود: 287575

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287575/پاکستان-د-افغان-کډوالو-ویستلو-دویم-پړاو-ته-چمتووالی-نیسي

آوا
  https://www.avapress.com