افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د یو شمېر موسسو د مسؤلینو سره ولیدل او ډاډ ورکړ چې دغه بنسټونه کولای شي په افغانستان کې د اسلامي اصولو سره سم خپلې چارې په آزاده توګه پرمخ بوځي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، په هېواد کې د بشپړ امنیت په تامین سره د خیریه بنسټونو فعالیتونو ته د پخوا په پرتله ښه زمینه برابره شوې ده.