د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت سرپرست د يو شمېر بهرنيو بنسټونو له مسوولينو سره په کتنه کې وويل چې دغه بنسټونه په افغانستان کې د اسلامي اصولو له مخې په ازاده توګه فعاليت کولى شي.
بهرني موسسي په افغانستان کې د اسلامي اصولو له مخې فعالیت کولای شي
28 حوت 1402 ساعت 12:58
د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت سرپرست د يو شمېر بهرنيو بنسټونو له مسوولينو سره په کتنه کې وويل چې دغه بنسټونه په افغانستان کې د اسلامي اصولو له مخې په ازاده توګه فعاليت کولى شي.
آوا - کابل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د یو شمېر موسسو د مسؤلینو سره ولیدل او ډاډ ورکړ چې دغه بنسټونه کولای شي په افغانستان کې د اسلامي اصولو سره سم خپلې چارې په آزاده توګه پرمخ بوځي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، په هېواد کې د بشپړ امنیت په تامین سره د خیریه بنسټونو فعالیتونو ته د پخوا په پرتله ښه زمینه برابره شوې ده.
د مطلب کود: 287565