افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د قرغزستان د کانونو شرکت (ALLATOY) له رئیس سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د قرغزستان پانګوالو په دې ناسته کې وویل، لېواله دی چې په افغانستان کې د کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو او انټيموني په کانونو کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړه، دغه شرکت چمتو دی چې افغان انجنیرانو ته د کانونو په بېلابېلو برخو کې عملي او تخنیکي زده کړې ورکړي.
له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی او د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي دلاور له ټولو هغو بهرنیو پانګوالو مننه وکړه چې د هېواد په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي او زیاته یې کړه چې کولای شي په پوره ډاډ او شفافیت سره د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.