کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته د قرغزستان د پانګوالو لېوالتیا

28 حوت 1402 ساعت 12:13

یوه قرغزي پانګوال د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو او انټيموني په کانونو کې د پانګونې لېوالتیا لري.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د قرغزستان د کانونو شرکت (ALLATOY) له رئیس سره وکتل. 

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د قرغزستان پانګوالو په دې ناسته کې وویل، لېواله دی چې په افغانستان کې د کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو او انټيموني په کانونو کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه، دغه شرکت چمتو دی چې افغان انجنیرانو ته د کانونو په بېلابېلو برخو کې عملي او تخنیکي زده کړې ورکړي.

له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی او د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي دلاور له ټولو هغو بهرنیو پانګوالو مننه وکړه چې د هېواد په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي او زیاته یې کړه چې کولای شي په پوره ډاډ او شفافیت سره د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.


د مطلب کود: 287559

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287559/د-افغانستان-په-کانونو-کې-پانګونې-ته-قرغزستان-پانګوالو-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.com