دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 285107
واورو د کابل – غور لویه لار تړلې ده
ځايي سرچينې وايي، د سختې واورې ورېدو له امله د کابل – غور لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل دغه لویه لار د دوشنبې په ورځ سهار له ۹ بجو څخه د «کوتل بوک» په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

سرچينې رسنيو ته تاييد کړې، چې اوسمهال د دې کوتل دواړو غاړو ته لسګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر بند پاتې دي.

اسلامي امارت هم د کابل – غور لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې تایید کړې ده.

کوتل بوک د کابل – غور پر لویه لاره د ژمي په موسم کې د غور د اوسېدونکو لپاره یو له سختو لارو څخه دی.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ترانسپورت وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د باران او واورو د ورېدو احتمال اعلان کړى و.
https://avapress.com/vdciuwaryt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته