دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 284587
د جرمني پارلمان اوکراین ته د توروس توغندیو له استولو سره مخالفت وکړ
د جرمني پارلمان اوکراین ته د تاروس اوږد واټنه توغندیو د استولو وړاندیز رد کړ. یو داسې اقدام چې کیف د پوځي مرستو د ترلاسه کولو په برخه کې له زیاتو ستونزو او خنډونو سره مخ کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د آلمان پارلمان اوکراین ته د توروس کروز توغندیو د استولو په اړه پریکړه لیک ته رایه ورکړه او دغه پریکړه لیک ۱۷۸ مثبتې او ۴۸۵ منفي رایې ترلاسه کړې.

د راشا ټوډې د راپور له مخې، د جرمني صدراعظمې اولاف شولتز باید په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه وکړي، خو هغه مخکې له اوکراین سره دا ډول مرستې رد کړې وې، ځکه هغه باور لري چې اوکراین ته د دا ډول توغندیو لېږل به کړکېچ زیات کړي.

ویل شوي، چې حتی د جرمني یوشمېر وکیلانو، چې پخوا یې اوکراین ته د توروس توغندیو د استولو ملاتړ کړی، د دغه پرېکړه لیک پر ضد رایه ورکړې ده.

د آلمان د حکومت ویاند «سټیفن هیبستریت» له دې مخکې ټینګار کړی وو: آلمان به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او دغه هیواد ته به هر څه چې ممکنه وي، ولیږي، خو موږ لا هم کییف ته د اوږده واټن ویشتونکو تاروس توغندیو د استولو پلان نه لرو.

وال سټریټ ژورنال د اکټوبر په میاشت کې په یوه راپور کې لیکلي وو: "که څه هم اوکراین ته د توروس استول ژر تصویب شي، شاید د اوکراین لپاره به د دوی ځای پرځای کول ډیر وخت ونیسي، ځکه چې د اوکراین د جنګي الوتکو بیړۍ چې د شوروي د دورې پورې اړه لري، د دوی د وړلو لپاره کافي ندي.

د جرمني جوړ شوی توروس اوږد واټن ویشتونکی توغندی د ۵۰۰ کیلو ګرامه سرې د لېږدولو وړتیا لري او شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره واټن لري.

د اسنا په وینا، په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې (د فبروري 24، 2022) لویدیځ اوکراین ته پراخه مالي مرستې او پوځي تجهیزات لیږلي دي. روسیې په وار وار له لویدیځ څخه غوښتي چې اوکراین ته د وسلو د «پمپ کولو» مخه ونیسي او اعلان یې کړی چې د دغه ډول بهیر دوام به د روسیې او اوکراین تر منځ شخړې او دښمني نوره هم اوږده کړي.
https://avapress.com/vdcjoxe8auqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته