دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 284060
په نورستان کې د اوبو د یوه کانال د جوړولو کار پرانستل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مولوي محمد یونس اخندزاده نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په کونتیوا ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل کړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه په ایکس پاڼه کې خبر خپره کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د درې میلیونه افغانیو په ارزښت دغه کانال به په څه کم درې میاشتو کې جوړ شي.

ښاغلي اخندزاده وویل چې نورستان د دغه وزارت لومړیتوب دی او په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پلي کړي.
https://avapress.com/vdcfvjd0xw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته