دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 283791
پاکستان ته د عامې روغتیا وزارت د سرپرست سفر
د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته د "نړیوال روغتیا امنیت" په نوم غونډه کې د ګډون په موخه تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد د نړیوال روغتیا په نوم په یوه غونډه کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.

دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو او د روغتيا په برخه کې د فعالو نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
 
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نه دي ویلي چې دا غونډه به کوم هیواد او یا کومه اداره جوړه کړي.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت هم ویلي، چې د دغه وزارت مشر به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له روغتیايي چارواکو سره په پاکستان کې د افغان ډاکټرانو د روزنې او د هغوی د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وکړي.
https://avapress.com/vdcf1md0yw6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته