دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 283606
د خوړو نړیوال سازمان په سمنګان ولایت کې پر څلور زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل
د سمنګان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي د خوراک نړیوال سازمان له لوري په دغه ولایت کې پر څلور زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهرخي وايي، د خوړو نړیوال سازمان او نور سازمانونه د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ په څلور زره کورنيو خوراکي توکي ويشلي.

هغه زیاته کړه: د سمنګان ولایت د دره صوف بالا په ولسوالۍ کې د اړمنو کورنیو د ټاکلو لپاره له شفافې څېړنې وروسته د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل شو او ۸۶ پرمختیايي شوراګانې هم په دې بهیر کې شاملې دي.

شاهروخي وویل، چې په ویشل شویو خوراکي توکو کې ۲۰۵ ټنه اوړه، ۱۸۴۷۵ لیټره غوړي، ۱۴ ټنه اوړه او ۶ ټنه د ماشومانو خوراکي توکي شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د سمنګانو ولايت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو له پلوه بډايه ده، خو د کانونو د نشتوالي او نورو ستونزو له امله د دې ولسوالۍ اوسېدونکي لا هم په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcawenui49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته