دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 282035
روسیه د اوکراین په نیول شویو سیمو کې هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو رایه اچونه کوي
مسکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین په هغو څلورو سیمو کې چې په دې وروستیو کې د روسیې له خوا یوځای شوي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره رایه اچونه وشي.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه هیواد د ټاکنو مرکزي کمیسیون اعلان کړی چې په دونیڅک، لوهانسک، زاپورزیه او خرسون ولایتونو کې به رای اچونه د مارچ په میاشت کې ترسره شي. دا سیمې د اوکراین برخه ده او لا هم روسیه پرې بشپړ پوځي کنټرول نه لري.

دونباس، خرسون او زاپورزیه هغه سیمې دي چې مسکو له اوکراین سره د جګړې پر مهال ونیولې.
https://avapress.com/vdcfm0d0tw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته