دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 280788
٤٣ افغان کډوال د ترکيې د ساحلي ځواکونو له خوا ونيول شو
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د ترکیې ساحلي ځواکونو د دغه هېواد د چناق قلعه ښار د ایواجیک سیمې په څنډو کې ۴۳ افغان کډوال نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه افغان کډوال پرون د عقرب په ۲۸مه د ترکیې د ساحلي ګارد له خوا ونیول شول او په ایواجیک کې د بهرنیو اتباعو د راستنیدو مرکز ته وسپارل شول.
 
ترکي رسنیو هم ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۱۲۰ افغان کډوال د اخراج په موخه نیولي دي.
 
په همدې حال کې ترکیې په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتونکو پر ضد اقدامات زیات کړي دي.
https://avapress.com/vdcivuarvt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته