دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 279587
په غزني کې د اوبو پنځه لوی بندونه جوړېږي
د کابل د سمندري حوزې چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د اوبو پنځه لوی بندونه جوړېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: رسنیو خبر ورکړی، چې د دغو بندونو د بیارغونې چارې د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۸ مه له غونډې وروسته د کابل د سمندري حوزې د عمومي رییس او د غزني د سیمه ییزو چارواکو له خوا پیل شوې دي.
 
د سلام وطندار له مخې، د کابل د سمندري حوزې عمومي رئیس حبیب الرحمن حقپال د غزني د اندړو ولسوالۍ د سردې بند د بیارغونې د کار د پرانېستې پر مهال وویل، چې د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ۲۴ پروژې پلې کېږي.
 
دا مهال د هېواد په شمالي ولایتونو کې د غوث تپې لوی کانال کار روان دی.
 
https://avapress.com/vdcdjn0x5yt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته