دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 277302
د جلال آباد - تورخم لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د ۲۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۵ کیلومتره په اوږدوالي د جلال آباد - تورخم لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه د دغه وزارت په خپل اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې دغه پروژه د ټولګټو وزارت او قادر ناصر ساختماني شرکت ترمنځ د ۲۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوې ده.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به په شپږو میاشتو کې بشپړه شي.
 
د یادونې وړ ده؛ د دې پروژې د کار په ترڅ کې ګڼ شمېر کاري فرصتونه رامنځته شوي او په بشپړېدو سره به يې د پخوا په پرتله د خلکو او مسافرو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
 
https://avapress.com/vdcgzu9xxak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته