دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 276662
روسیې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو پر کمولو او له اوکراین سره د مرستو پر زیاتولو سختې نیوکې وکړې
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا له افغانستان سره د اوکراین په پرتله د نړیوالې ټولنې په کمو مرستو نیوکه وکړه او ویې ویل چې اوکراین سږ کال له ملګرو ملتونو څخه ۱.۸۳ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړي چې دا د افغانستان له مرستو یو میلیارد زیات دي. سږ کال دغه سازمان په افغانستان کې دی.
افغان غږ خبری آژانس: په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا ویلي، چې اوکراین سږ کال له ملګرو ملتونو څخه ۱.۸۳ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې دي.
 
د تاس خبري اژانس پرون راپور ورکړ چې نوموړي د "د عامه او خصوصي بشري مشارکت د پرمختګ" تر نامه لاندې د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې له افغانستان سره د اوکراین په پرتله پر کمو مرستو نیوکه وکړه.
 
د نیبنزیا په وینا، له اوکراین سره ورکړل شوې مرستې د ملګرو ملتونو له خوا سږکال له افغانستان سره د ورکړل شوې شمېرې په پرتله یو میلیارد ډالره زیاتې دي.
 
د روسیې استازي په استناد سره زیاته کړه: دا اندازه له هغه څه څخه چې د سوریې له ځپل شویو خلکو سره د مرستې لپاره غوښتل شوي، درې سوه ملیون ډالره زیات دي او د افغانستان له عامو خلکو سره چې د متحده ایالاتو له خوا د ډیموکراسۍ تجربه شوي، یو ملیارد ډالر ډیر دي.
 
د دغه روسي چارواکي په وینا، په یادو هېوادونو کې ډېری خلک د خپلو کورنیو د پاتې غړو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د پیسو په بدل کې د خپل بدن غړي او ماشومان پلوري.
 
دا نیوکه په داسې حال کې کېږي چې د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۳۰ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د خوړو د نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره خپلې مرستې د بودجې د کموالي له امله کمې کړي دي.
https://avapress.com/vdcepp8wwjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته