دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 275905
پکتیا ولایت ته د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر سفر
د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د خپلو ولایتي سفرونو په دوام پکتیا ته تللی او د خوازک کلي له خلکو سره یې وکتل او د دوی د اوبو او برېښنا د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د دغه وزارت مشر ملا عبداللطیف منصور پکتیا ولایت ته داخل شوی دی.
 
ښاغلي منصور د پکتیا ولایت په خزک کلي کې د «جهاد» لومړنی مرکز چې هغه مهال د روسي یرغلګرو او کمونیستي حکومت پر ضد و، لیدنه کړې ده.
 
  په دې ناسته کې د خزک کلي قومي مشرانو د خپلې سیمې د اوبو او برېښنا ستونزې د برېښنا او اوبو له رئیس سره شریکې کړې او د دوی د ستونزو د هواري غوښتنه یې وکړه.
 
  د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د یادو شویو ستونزو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې د مسؤلیت چوکاټ، شته امکاناتو او متوازن انکشاف په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزې حل شي.
 
په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په لوګر ولایت کې د درېیو لویو بندونو د جوړولو او بیارغونې په اړه ډاډ ورکړ.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ابتک بند له سیمې لیدنه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcdzk0xkyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته