کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا ولایت ته د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر سفر

9 سنبله 1402 ساعت 13:21

د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د خپلو ولایتي سفرونو په دوام پکتیا ته تللی او د خوازک کلي له خلکو سره یې وکتل او د دوی د اوبو او برېښنا د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د دغه وزارت مشر ملا عبداللطیف منصور پکتیا ولایت ته داخل شوی دی.
 
ښاغلي منصور د پکتیا ولایت په خزک کلي کې د «جهاد» لومړنی مرکز چې هغه مهال د روسي یرغلګرو او کمونیستي حکومت پر ضد و، لیدنه کړې ده.
 
  په دې ناسته کې د خزک کلي قومي مشرانو د خپلې سیمې د اوبو او برېښنا ستونزې د برېښنا او اوبو له رئیس سره شریکې کړې او د دوی د ستونزو د هواري غوښتنه یې وکړه.
 
  د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د یادو شویو ستونزو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې د مسؤلیت چوکاټ، شته امکاناتو او متوازن انکشاف په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزې حل شي.
 
په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په لوګر ولایت کې د درېیو لویو بندونو د جوړولو او بیارغونې په اړه ډاډ ورکړ.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ابتک بند له سیمې لیدنه کړې وه.
 


د مطلب کود: 275905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275905/پکتیا-ولایت-ته-د-اوبو-او-انرژۍ-سرپرست-وزیر-سفر

آوا
  https://www.avapress.com