دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 274673
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ په وړاندې ماتې ومنله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د انټرکانټینینټل فوټسال کپ په نیمه پای لوبه کې کوربه ټیم تایلنډ څخه د ۵-۱ په توپیر ماته ومنله.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او تایلنډ د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ لوبه د افغانستان پر وخت نن مازدیګر ۵:۰۰ بجې د تایلنډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه.
 
په دې ماتې سره د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي د دغو سياليو وروستي پړاو ته د رسېدو مخه ونيول شوه او بايد د درېيم مقام ګټلو لپاره له ميانمار سره مخامخ شي.
 
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې د دوو مساوي او دوو نمرو په لرلو سره نیمه پای لوبې ته ورسېده.
 
د یادولو وړ ده چې د اسیا په کچه د فوټسال سیالیو په درجه بندۍ کې د تایلنډ فوټسال لوبډله څلورم او افغان لوبډله ۱۲م ځای لري.
 
https://avapress.com/vdcefe8wxjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته