دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 273523
اوکراین: پر اودیسا بندر د روسیې له برید وروسته ۶۰ زره ټنه غلې له منځه تللي
د اوکراین د کرنې وزیر اعلان وکړ چې د اودیسا پر بندر د روسیې له برید وروسته ۶۰ زره ټنه غله له منځه تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون (چهارشنبه، سرطان ۲۸) د غلو دانو د صادراتو د تړون د مودې له پای ته رسیدو درې ورځې وروسته په داسې حال کې چې مسکو د دغه تړون د تمدید غوښتونکی نه دی، په ټیلیګرام هغه روسیه تورنه کړه چې په قصدي توګه د اوډیسا په بندر کې د غلو صادراتو مرکزونه په نښه کوي.
 
د شفقنا په وینا، زیلینسکي لیکلي: "روسي ترهګرو په قصدي توګه د غلو د صادراتو د تړون اړوند زیربناوې په نښه کړي دي."
 
هغه زیاته کړه چې د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره به په اوکراین کې د خلکو او د بندرونو د زیربناوو ساتنه پیاوړې کړي.
 
د اوکراین د کرنې وزیر هم اعلان وکړ چې د اودیسا پر بندر د روسیې له برید وروسته ۶۰ زره ټنه غله له منځه تللي دي.
 
باید وویل شي چې په دې وروستیو ورځو کې د کریمیا پر پوله د اوکرایني بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه نوي پړاو ته داخله شوې ده.
 
https://avapress.com/vdchixnix23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته