دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 273151
شاوخوا ۱۸۰ واړه کانونه خصوصي سکتور ته سپارل شوي
د کانونو وزارت چارواکي وايي، اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې ۱۸۰ کوچني کانونه د استخراج په موخه سیمه ییزو شرکتونو ته سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو وزارت ویاند همایون افغان د چهارشنبې په ورځ (سرطان ۲۱) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې خصوصي سکتور ته د کانونو د ټولو کانونو د لیږد بهیر په شفاف ډول ترسره شو.
 
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له تاسیس راهیسې د کانونو وزارت ۱۸۰ واړه کانونه د استخراج لپاره کورنیو شرکتونو ته سپارلي دي.
 
د کانونو وزارت د ویاند د څرګندونو پر بنسټ؛ د کوچنيو کانونو د استخراج چارې بهرنيو شرکتونو ته نه دي سپارل شوي.
 
افغان په تېرو دوو کلونو کې د کندهار د سمنټو استخراج د کانونو وزارت له سترو پروژو څخه ياد کړ او ويې ويل چې دغه پروژه هم يوه کورني شرکت ته سپارل شوې ده.
 
هغه دا هم وويل، چې د کانونو وزارت د نوي حکومت له راتګ وروسته د سرپل ولايت د قشقري د تېلو د استخراج قرارداد تمديد کړى او له يوه چينايي شرکت سره يې لاسليک کړى دى.
 
د کانونو وزارت وياند وويل، چې وزارت هوډ لري، چې د يو شمېر لويو او وړو پروژو لکه "تخار د سرو زرو کان"، "هرات د اوسپنې" او يو شمېر نورو پروژو داوطلبۍ ته ږړاندي کړي.
 
دده په وینا؛ کورني او بهرني شرکتونه کولی شي په دې داوطلبی کې برخه واخلي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د کانونو استخراج له تخنیکي او حقوقي پلوه کولای شي هېواد له اقتصادي ځان بسیاینې سره مخ کړي.
 
د دغو کارپوهانو په وینا؛ افغانستان طبیعي زیرمې او لوی کانونه لري او د نړیوالو سروې ګانو له مخې؛ په افغانستان کې د مسو، ډبرو سکرو، اوسپنې، سره زر، تیلو، ګازو او لیتیم پراخې منرالونه او پیژندل شوې زیرمې شتون لري.
 
د اقتصادي چارو کارپوه لعل ځاځي د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل، چې افغانستان د بېلابېلو کانونو له پلوه بډاى دى، چې استخراج به يې هېواد په اقتصادي ځان بسيا شي.
 
ځاځي زياته کړه، چې يوازې د حاجي ګک د اوسپنې زېرمې شاوخوا درې ميليارده ډالره ارزښت لري او استخراج يې کولاى شي په اوږد مهال کې هېواد له بېوزلۍ وژغوري. دغه راز په افغانستان کې د بیریلیم، ټینتالوم او سیزیم چې نادره فلزات دي، زیرمې لري او د نړۍ په بازارونو کې د دغو فلزاتو ارزښت تر سرو زرو لوړ دی.
 
د دغه اقتصادي کارپوه د څرګندونو پر بنسټ؛ که دغه کانونه په قانوني ډول استخراج شي، کولای شي د افغانستان خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړي.
 
بل اقتصادي کارپوه نورالله محمدي هم د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل، چې په هېواد کې د څلورو لسيزو جګړو د شتون له امله د افغانستان ډېرى کانونه بې کاره پاتې دي او که د قانوني لارو له لارې د دغو کانونو استخراج د کورنيو او بهرنيو شرکتونو په واک کې شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د څلورو لسيزو جګړو پر مهال د ميلياردونو ډالرو په ارزښت معدني سرچينې پاتې دي.
 
د کارپوهانو په وینا که د دغو کانونو د قانوني او شفاف استخراج لپاره لاره پیدا شي، له یوې خوا به زرګونه ټنو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به هېواد د خودکفايي او بسیا کېدو لامل شي.
 
د ځینو سروې ګانو له مخې د افغانستان د زیرمو ټولیز ارزښت درې زره میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcenx8wzjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته