دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 271062
په بلخ ولایت کې د دوو نویو ولسوالیو جوړول
د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د «البرز او چاهۍ» په نوم د دوو نویو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د ولایت مقام د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د «البرز او چاهی» په نومونو دوه نوې ولسوالۍ جوړې شوې دی.
 
د دوی په وینا له دوو میاشتو راهیسې دغه دوه ولسوالۍ د بلخ په اداري واحد کې شاملې شوې دي.
 
د بلخ مرستيال والي نورالهدي ابوادريس هم پرون د افغانستان په شمال کې د ملګرو ملتونو له استازي سره په ليدنه کې وويل چې بهرني بنسټونه بايد په دغو دوو نوو رامنځته شويو ولسواليو کې رغنيزې پروژې پلې کړي.
 
د بلخ مرستيال والي هم وويل، چې د دغه ولايت ټولې ولسوالۍ پاملرنې ته اړتيا لري.
 
د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته خلم ولسوالۍ له بلخ څخه جلا او د سمنګان په اداري واحد کې شامله شوه، چې له دې وروسته بلخ ۱۳ ولسوالۍ درلودې، خو اوس د دوو نویو ولسوالیو په جوړیدو سره دغه ولایت ۱۵ اداري واحدونه لري.
 
https://avapress.com/vdcd9f0xxyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته