دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 270891
په جوزجان او سمنګان کې له ۹ زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په جوزجان او سمنګان ولایتونو کې پر څه باندې ۹ زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په جوزجان او سمنګان ولایتونو کې لږ تر لږه ۹۰۶۶ اړمنو کورنیو ته د خوراکی توکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
 
دغه بهیر د «HIA» موسسې په همکارۍ د شنبې په ورځ د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې پیل او تر راتلونکو څو ورځو به دوام وکړي.
 
د دغو مرستو له جملې څخه د سمنګان په دره صوف بالا کې ۲ زره ۴۰۶ او په جوزجان ولایت کې ۶ زره ۶۰۰ نورې اړمنې کورنۍ له دغو مرستو برخمنې شوې دي.
 
اسلامي امارت وايي، د مرستندویه ادارو د پلټنو په اساس اړمنې کورنۍ په نښه کیږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد يو شمېر اوسېدونکو د بشري مرستو له غير عادلانه وېش څخه شکايت کړى و.
 
https://avapress.com/vdccoxqis2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته