دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 269701
څه باندې ۲۸۰ میلیونه افغانۍ د بلخ پر کروندګرو د مرابحې په بڼه وېشل کېږي
د کرنې وزارت پلاوي بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پر کروندګرو د څه باندې ۲۸۰ میلیونه افغانیو د پورونو د وېش اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د افغانستان د اسلامی امارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال وزیر اعظم عثمانی، پرون دوشنبه (ثور ۱۸) مزارشریف ته سفر وکړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وویل: "د کرنې وزارت د کرنې د ودې او پیاوړتیا په برخه کې له بنسټونو سره همکاري کوي." د بلخ ولایت بزګرانو ته به ۲۸۹ میلیونه افغانۍ د مرابحې په بڼه ورکړل شي، څو وکولای شي خپلې چارې په سمه توګه پرمخ یوسي.
 
خو د بلخ یو شمېر کروندګرو له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې دغه پور له بانکونو او بنسټونو اخیستل کېږي او په دې شرایطو او اقلیمي ستونزو کې کروندګر نه شي کولای چې په دې برخه کې کار وکړي.
 
د کرنې وزارت مرستیال هم پرون په خپلو خبرو کې وویل، چې د کرنې وزارت د هېواد د شمالي ولایتونو په ځینو سیمو کې د ناروغیو او ملخانو د له منځه وړلو په برخه کې مبارزه پیل کړې ده.
 
په همدې حال کې سږ کال د اوبو کمښت او د کافي اورښتونو نشتون کرنې ته زیان رسولی او د دغه ولایت کروندګر د خپلو حاصلاتو له ویجاړېدو شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcawonu649ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته