دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 269368
پاکستان له اسلامي امارت سره د خبرو اترو د یوې معتبرې پروسې په رامنځته کولو کې مرسته کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش سره په لیدنه کې ویلي، هېواد به یې له اسلامي امارت سره د باور وړ خبرو اترو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر وايي، له ګوترش سره په لیدنه کې یې ویلي، چې پاکستان به له اسلامي امارت سره د باور وړ خبرو اترو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
 
مېرمن کهر تېره شپه په خپل ټوېټر کې د ثور په ۱۲مه لیکلي چې د پاکستان هدف د افغانانو د بېړنیو بشري اړتیاوو په پوره کولو او د دوی لپاره د دوامداره اقتصادي فرصتونو په رامنځته کولو متمرکز دی.
 
نوموړي دا هم وویل چې د دوحې د ناستې په څنډه کې یې د امریکا، روسیې او چین له استازو سره د افغانستان د چارو په اړه خبرې کړې دي.
 
د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه پرون د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د افغانستان په اړه د نړۍ د څه باندې شلو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د تړلو دروازو تر شا پیل شوه.
 
د دوحې د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وویل چې ټولو ګډونوالو موافقه وکړه چې د افغانستان د ثبات لپاره د ښکیلتیا ستراتیژۍ ته اړتیا ده. هغه د افغانستان له خلکو سره د دغه سازمان د مرستو د دوام اعلان هم وکړ.
 
د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر هغه څه ټینګار وکړ چې هغه یې "مخالفت" بولي او وايي: "د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره، موږ نشو کولی ښکیلتیا پریږدو."
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې دغه سازمان د افغانستان خلکو ته په خپل اساسي لومړیتوب کې ځای ورکړی او د مرستې لپاره به خپل ټول توان وکاروي.
 
که څه هم ویل شوي چې د دې غونډې موخه د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پېژندنه څېړل دي. خو د ملګرو ملتو سرمنشي دغې مسئلې ته اشاره ونه کړه او د اسلامي امارت هیڅ غړی هم دغې غونډې ته نه دی بلل شوی.
 
https://avapress.com/vdcjmhe8ouqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته