دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 268604
په بروکسل، سټاکهولم او تایلنډ کې د قدس د ورځې لمانځنه
د قدس د ورځې مراسم د بلجیم په پلازمینه بروکسل، د سویډن سټاکهولم او په تایلینډ کې هم د فلسطین د پلویانو په پراخ حضور سره ترسره شول او په دې مراسمو کې حاضرو کسانو له فلسطیني ملت سره خپل ملاتړ اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د قدس د ورځې مراسم د نورې نړۍ سره یو ځای د بلجیم په پلازمینه بروکسل، د سویډن په پلازمینه ستاکهولم او په تایلینډ کې هم د فلسطینیانو په پراخ شتون سره ترسره شول.
 
په بروکسل کښې خلقو د پلاکارډونو او بینرونو په وړلو سره د فلسطین د ولس له مقاومت څخه ملاتړ وکړ او د صهیونیسټانو جنایتونه یې وغندل.
 
په عین حال کښې د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کښې د صهیونیسټانو د سفارت مخې ته مظاهره وشوه او مظاهره چیانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ شعارونه ورکول او له صهیونیسټی نیواک سره یې خپل مخالفت اعلان کړ.
 
د تایلینډ یو زیات شمیر خلکو هم په مظاهرو سره د قدس ورځ ولمانځله او د فلسطین له مظلوم ملت سره یې خپل پیوستون اعلان کړ.
 
https://avapress.com/vdcbgwb5arhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته