دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 267824
هغه کس چې یو ټکسي چلوونکی یې وهلی و، ونیول شو
په بلخ ولایت کې د اسلامي امارت امنیتي مسؤلین وايي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر یو تن کارکوونکی یې نیولی چې یو ټکسي چلوونکی یې وهلی.
افغان غږ خبری آژانس: بلخ کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند آصف وزیري د یکشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته وویل چې دغه کس د قانون منګولو ته سپارل شوی چې د دغه ریاست له پالیسۍ څخه یې سرغړونه کړې وه.
 
په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې، دا کارمند لیدل کیږي چې یو ټکسي چلوونکی په دې تور وهلی چې په خپل موټر کې پرته له حجابه یوه ښځه سپاره کړي.
 
په همدې حال کې د دې ټکسي په دوهمه صحنه کې یوه ښځه چې له یوه ماشوم سره ناسته ده ښودل کېږي چې د دې پېښې پر مهال له موټر څخه وځي.
 
https://avapress.com/vdcewf8wejh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته