دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 265796
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کوکنارو درې جريبه کښت له منځه يوړل شو
د کندهار امنيتي ځواکونو د دغه ولايت د ميوند ولسوالۍ په حاجي خېلو او اکبري سيمو کې د کوکنارو درې جريبه نوي کرل شوي کښت له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: له هغه وروسته چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر په ټول هیواد کې د کوکنارو او چرسو په کښت بندیز ولګول شو، نن دوشنبه د میوند ولسوالۍ په حاجي خېلو او اکبري سیمو کې د کندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې په درې جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه يوړل شوي.
 
د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي ابرار احمد لبیب وویل: د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له صادریدو وروسته چې د کوکنارو کښت منع شوی، هیچا ته به د کوکنارو او چرسو د کرلو اجازه ورنکړل شي.
 
https://avapress.com/vdcaomnui49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته