دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 265226
واوره د بامیان ټولې لارې تړلې دي
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د واورې ورښت له امله بامیان ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان لپاره د اسلامي امارت د والي ویاند عبدالصبور سیغاني افغان غږ خبری آژانس ته ویلي، چې له تیرې شپې راهیسې د سختو واورو له امله د دغه ولایت سیمه ایز چارواکي له لوري د بامیان لاری د مسافرو د تګ راتګ لپاره بند شوی دی.
 
د باميان د والي وياند وايي، په باميان ولايت کې د سختې واورې ورېدو له امله د هېواد مرکز ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې دي.
 
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پر سړکونو مسافر نه دي بند پاتې.
 
بامیان ولایت له تېرې شپې راهیسې د سختې واورې اورېدو شاهد دی چې له امله یې د بامیان او د دې ولسوالیو او نورو ګاونډیو ولایتونو ترمنځ ټولې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcirwarqt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته