دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 263966
د ملګرو ملتونو لوړ رتبه پلاوی کابل ته روان شو
ملګري ملتونه وايي، چې د دغه سازمان د سرمنشي په استازیتوب یو لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته سفر کړی دی. دغه پلاوي تر دې دمه څو ګاونډیو هېوادونو، د فارس خلیج هېوادونو او د افغانستان په تړاو یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: تېره شپه (جدی ۲۷) ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه سازمان د سرمنشي په استازیتوب یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته سفر کړی دی.
 
په دې خبرپاڼه کې دغه سازمان ټینګار کړی، چې د افغانستان کړکېچ ته سمدستي حل ته اړتیا ده.
 
د دې خبرپاڼې له مخې، په دې سفر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمدي، د سیاسي چارو او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال خالد خیري او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو د دفتر اجراییه رییسه سیما پارخه هم حضور لري. د دې پلاوي په جوړښت کې.
 
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پلاوي تر دې دمه له څو ګاونډیو هېوادونو، د فارس خلیج هېوادونو او د افغانستان په تړاو یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
 
د دغه پلاوي غړو تر دې مخکې په انقره او اسلام آباد کې له یو شمېر افغان مېرمنو، په دوحه کې د اسلامي امارت له استازو، د اسلامي کنفرانس د سازمان له مشرتابه او د اسلامي پراختیايي بانک له استازو سره کتلي او خبرې اترې کړې دي.
 
په افغانستان کې د جرمني سفارت هم په یوه ټویټ کې د دغه پلاوي د سفر هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د خلکو په ګټه د تګلارو په اړه د بحث او توافق فرصت بللی دی.
 
د جرمني سفارت ټینګار کړی، چې هېڅ هېواد له دې پرته پرمختګ نه شي کولی، چې نیمايي نفوس یې له عامه ژوند او اقتصاد څخه بې برخې وي.
 
https://avapress.com/vdch-xni-23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته