دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 261378
په کابل کې پر یوه جومات کې برید/ د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي
نن سهار (چهارشنبه، قوس ۲) د کابل ښار په مربوطاتو کې یوه وسله وال کس په یوه جومات برید وکړ، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل شول. د کابل پولیسو د دغې برید انګیزه شخصي دښمني بللې ده.
افغان غږ خبری آژانس - د امنیت امر: دغه ډله ییزه وژنه نن سهار (چهارشنبه، قوس ۲) د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د خواجه رواش په سیمه کې په یوه جومات کې شوې ده.
 
په کابل کې داسلامي امارت د قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دغه جومات کې یوه وسله وال کس دتوپچې په وسیله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
 
ځدراڼ اطلاعات روز ته ويلي، چې د لومړنيو څېړنو پر بنسټ، د دې ډزو انګيزه شخصي دښمني وه.
 
هغه زياته کړه، چې د مجرمينو د نيولو لپاره د امنيتي ځواکونو هڅې دوام لري.
 
ځايي سرچينې وايي، دغه وسله وال بريد نن سهار د لمانځه پر مهال شوى دى. د هغه په ​​خبره
دسرچينو له مخې په دغه بريد کې درې عبادت کوونکي وژل شوي او يو شمير نور ژوبل شوي دي.
 
څو ورځې وړاندې د پلازمېنې په کارته نو سیمه کې یو ملا امام، د جومات ملا امام او یو عبادت کوونکی په وسله وال برید کې ووژل شول.
 
https://avapress.com/vdccmsqi42bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته