دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 259958
په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د قابله ګۍ په څانګه کې ۶۲ ښځو ته روزنه ورکول کیږي
د ملګرو ملتونو د جمعیت سازمان په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د ۶۲ ښځو لپاره د قابله ګۍ د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان پرون (چهارشنبه، میزان ۲۷) په ټویټر کې لیکلي چې دغو قابلو ته به د میندو او ماشومانو د روغتیا او د زیږون د وضعیت په اړه مسلکی روزنه ورکړل شی.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ په کندهار کې له اته مياشتني روزنيز پروګرام څخه ٣٠ قابلې فارغې شوې.
 
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د لرو پرتو او کلیوالو سیمو یو شمېر خلک له دې ستونزې سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcdkn0xjyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته