دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 259905
د افغانستان په اړه د ایران او پاکستان د استازو مشوره/ ایران به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي سره وکتل او دواړو لورو په افغانستان کې د باثباته سولې پر تامین ټینګار وکړ. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې د ۴.۵ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی او په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو یوازینۍ حل لاره ده.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره وکتل او د دغه هېواد د وروستیو پرمختګونو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
 
امیر عبداللهیان ویلي، هېواد به یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده غونډې کوربه وي، څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د حل لارې چارې ولټوي.
 
امير عبداللهيان په دې غونډه کې وويل چې اوسمهال په ايران کې ٤،٥ ميليونه افغانان مېشت دي چې له دې جملې څخه ١،٥ ميليونه يې د پخواني افغان حکومت له ړنګېدو وروسته ايران ته کډوال شوي دي.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي: "ایران به په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپل ټول توان وکاروي."
 
له بلې خوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دې ناسته کې د سیمې پر امنیت ټینګار وکړ.
 
د محمد صادق خان په وینا، ایران او پاکستان د کډوالو د منلو، د دغه هېواد د خلکو د ژوند د کچې د ټیټېدو، د ناامنیو د زیاتېدو او د نشه‎یي توکو د قاچاق د ودې له امله په افغانستان کې د پرمختګونو تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.
 
باید وویل شي، چې ایران او پاکستان له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دي.
 
https://avapress.com/vdcfx1d0tw6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته