دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 258717
د شانګهای د همکارۍ سازمان ټینګار له دغه هېواد څخه د ملاتړ پر دوام/د یوه باثباته افغانستان لپاره ټول شموله حکومت رامنځته کول اړین دي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د سمرقند په غونډه کې چې پرون (جمعه د سنبلی ۲۵مه) جوړه شوې وه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ټول شموله حکومتوالۍ پر رامنځته کېدو د ټینګار ترڅنګ له غړو هېوادونو څخه له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د سمرقند په غونډه کې چې پرون (جمعه د سنبلی په ٢٥مه) جوړه شوې وه، د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو وويل چې د دغه سازمان په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره د افغانستان د حالاتو څېړل خورا مهم دي.
 
د يادو هېوادونو مشرانو زياته کړه، چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه يي توکو څخه د يو خپلواک، بې پرې، متحد، ديموکراتيک او سوله ييز افغانستان ملاتړ کوي.
 
د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته په کتو، له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو د رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
 
د شانګهای د همکارۍ سازمان یو سیاسي، امنیتي او اقتصادي سازمان دی. افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی. خو په غونډه کې د هیواد هیڅ استازي ګډون نه درلود او د اسلامي امارت چارواکو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
 
چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان، ایران او هند د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي دي.
https://avapress.com/vdcfycd0ew6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته