دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 255969
افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو هوکړه کړې ده
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اعلان کړی، چې د پاکستان له هغه پلاوي سره چې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ افغانستان ته راغلی، د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ۱۵ توکو په اړه هوکړې ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیاو په برخه کې ۱۵ تړونونه لاسلیک کړل.
 
د دې اعلامیې له مخې؛ د تورخم بندر د ورځې ۲۴ ساعته پرانیستل، د اونۍ اوه ورځې د لاریو آزاد تګ راتګ، له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته د افغان توکو پر لېږد د محدودیتونو لرې کول، د توکو د پلټني لپاره د مناسبو اسانتیاوو رامنځته کول، د افغانستان له ټولو بندرونو څخه د واګا بندر په ګډون هند او نورو هېوادونو ته د پاکستان له لوري له کوم محدودیت پرته صادرات او همدارنګه په بندرونو کې د کاري ساعتونو زیاتوالی هغه مهم ټکي دي چې دواړو لورو پرې هوکړه کړې ده.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اعلامیې له مخې؛ په سرحدونو کې د ګڼې ګوڼې د کمولو په هدف د ویزو د ورکړې لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د مسافرینو ته خدمات وړاندې کول، د ګمرک په سیستم کې د اړخونو همغږي کول، په ځانګړې توګه لیرې پرتو سیمو ته د ګمرکي اسانتیاوو لیږدول هم د نورو هغو شیانو له جملې څخه دي چې پري هوکړه شوي.
 
د دې اعلان له مخې به پاکستاني لوري د افغانستان د شتمنیو د ژر تر ژره انتقال لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې پاکستان له دې مخکې هم د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې او افغانستان ته د وارداتو او صادراتو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو ژمنې کړې وې، خو تر اوسه يې دغه ژمنې نه دي عملي کړي.
 
https://avapress.com/vdcb0sb59rhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته