افغان غږ خبری آژانس، د پوځ دغه لوړ رتبه پخواني جنرال په دې وروستیو کې په واشنګټن کې په یوه وینا کې ویلي چې امریکايي چارواکو ویله چې له طالبانو سره جګړه به د دوحې تړون ګډوډ کړي.
جنرال هبت الله علیزي په واشنګټن ډي سي کې د مرستو په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل: د اشرف غني او حمدالله محب له خوا د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کي پراخ بدلون د پوځ د ماتې لامل وشوه.
دغه پخوانی لوي درستیز وايي، ډېری هغه کسان چې د جګړې پر مهال د اردو د قطعاتو په اداره کولو کې پاتې راغلي، د غني او محب له خوا لوړ پوړو پوستونو ته ارتقا ورکړل شوه.
د تېر حکومت په وروستیو پنځو ورځو کې جنرال هبت الله علیزی د اشرف غني له خوا د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز په توګه وټاکل شو.
په ورته وخت کې، دا څرګنده نه ده چې آیا د هغه ګمارنه و دي پوست ته په پخوانیو پوستونو کې د هغه د ناکامۍ د معیارونو پر بنسټ وه.
هغه په دې وروستیو کې په یوه بله جنجالي وینا کې ادعا وکړه چې د سقوط په وروستیو شېبو کې کرزي د واک د نیولو اراده درلوده خو هغه اجازه ورنکړه.
په داسې حال کې چې یوشمېر پخوانیو پوځي چارواکو اشرف غني، د هغه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د امریکا حکومت د رژیم د ړنګېدو، د پوځ د انحلال او د طالبانو په بریا تورن کړي، خو غني او محب دا تورونه ردوي.
متحده ایالات او د اشرف غني په مشرۍ د لیرې شوي حکومت مشران یو بل د جګړې پر نه لېوالتیا تورنوي.