دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 254222
په یمن کې د سعودي ایتلاف لخوا د اوربند څخه پراخه سرغړونه
دسعودي ائتلافي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې ١٥٣ ځله د يمن د توپونو خلاف ورزي کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، نن سهار خبری سرچینو خبر ورکړی، چې د سعودی ایتلاف ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۳ ځلې پر یمن د توپونو بریدونه کړی دی.

دسعودي ځواکونو دمعرب، حجه، الجوف، تعز، صعده، ذال او بیدا په ولایتونو او په سرحدي محورونو د جاسوسي او کشفي الوتنو په ترسره کولو سره د ملګرو ملتونو له اوربند څخه سرغړونه کړي ده.
 
د رپوټ له مخې د سعودی ائتلاف د وسله والو جاسوسی الوتکو د تعز ولایت په پیر پاشا، البرغ او اصفیریه سیمو کښې درې ځلې د یمنی ځواکونو د استوګنې کورونه او پوستې په نښه کړې.
 
دسعودی ائتلاف ځواکونو همدارنګه د یمن په مارب، تعز، جیزان، حجه، صعده او دحل په ولایتونو کښې د یمن د پوځ او ولسی پر مرکزونو په درنو توپونو، راکټونو او هاوانونو سره په نښه کړي.
 
په یمن کې اوربند چې څو ځله د سعودي عربستان د ائتلاف له خوا تر پښو لاندې شوی، بالاخره د تیرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له سلا مشورو وروسته د دوو نورو میاشتو لپاره وغځول شو.
 
تر دې مخکې د یمن د سترې سیاسي شورا مشر مهدي المشط ویلي وو چې د سعودي ائتلاف له خوا په پرله پسې سرغړونو سره په یمن کې اوربند تقریبا له منځه تللی دی.
 
سعودی عربستان د ۱۹۹۴ میلادی کال د مارچ په شپږمه نیټه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ سره د اماراتو په شمول د څو عربو هیوادونو د ائتلاف په چوکاټ کښې د یمن ترټولو بې وزله عرب هیواد دیمن پرضد پراخ عملیات پیل کړل .
 
د سعودیانو د تمې خلاف، د هغوی حملې د یمن د ولس د مقاومت په مرکز باندې وشوې، او د سعودی په خاوره په تېره بیا د ارامکو په تاسیساتو باندې د اوه کلنې بې ثباتۍ په درشل کي، ریاض مجبور شو، چې له دغه هېواده د وتلو اراده وکړي او اوربند ومنی. /د یمن المسیره شبکه
 
https://avapress.com/vdcci0qii2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته