دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 218391
پکتیا کې د هاوان مرمۍ لګېدو د مدرسې ۱۳ زده‌کوونکي ټپیان کړي
په پکتیا کې پر یوه مدرسه د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله د مدرسې ۱۳ زده‌کوونکي ټپیان شول.
دا پېښه د دوشنبې د ورځې په ماسپښین وشوه.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د شاه محمود په کلي کې د وسله‌والو طالبانو د هاوان مرمۍ پر مدرسه باندې لګېدلې. له کبله‌یې په دې مدرسه کې ۱۳ زده‌کوونکي چې عمرونه‌یې له ۱۰ کلونو زیات نه‌وو، ټپیان شوي دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ وایي، وسله‌والو طالبانو غوښتل د هاوان د دې مرمۍ په وسیله یو نظامي مرکز هدف وګرځوي، خو پر ځای یې مدرسه ویشتې ده.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhoe8vuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته