کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې د هاوان مرمۍ لګېدو د مدرسې ۱۳ زده‌کوونکي ټپیان کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 سنبله 1399 ساعت 10:36

په پکتیا کې پر یوه مدرسه د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله د مدرسې ۱۳ زده‌کوونکي ټپیان شول.


دا پېښه د دوشنبې د ورځې په ماسپښین وشوه.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د شاه محمود په کلي کې د وسله‌والو طالبانو د هاوان مرمۍ پر مدرسه باندې لګېدلې. له کبله‌یې په دې مدرسه کې ۱۳ زده‌کوونکي چې عمرونه‌یې له ۱۰ کلونو زیات نه‌وو، ټپیان شوي دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ وایي، وسله‌والو طالبانو غوښتل د هاوان د دې مرمۍ په وسیله یو نظامي مرکز هدف وګرځوي، خو پر ځای یې مدرسه ویشتې ده.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 218391

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218391/پکتیا-کې-د-هاوان-مرمۍ-لګېدو-مدرسې-۱۳-زده-کوونکي-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com