د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، احمد صدیق عزیزی، د سمنګان والی ویاند ددی پیښی په تایید سره ویلی دی چی دا پیښه یک شنبه شپه ۱۱ بجو په شاوخوا د دره صوف ولسوالی ګوله کلۍ کې رامنځته شوی دی.
د هغه په وینا، دا نښته هغه وخت شروع شوی چی طالبان د سیمې خلګو څخه وغوښته چی عشر او ذکات راټول کړی.
عزیزی و طلوع نیزو ته وویل: په دی نښته کې نږدی لس ساعته اوږده شوه، ۱۰ تنه د ګلوله کلۍ اوسیدونکې د یو ښځی په ګډون په شهادت رسیدلی او اته تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه: په دی نښته کې د طالبانو اوه جنګیدونکې هم وژل شوی دی.
د سمنګان والی ویاند په وینا، مرستندویه ځواکونه دوشنبه سهار سیمی ته اعزام شوی دی.