دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 168256
غزنی کې دولت ضد وسله والو ته مرګژوبله اوښتي
د غزني ولایت د اندړو ولسوالی په مربوطاتو کې د توپچي بریدونو په ترڅ کې د دولت ضد وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښې ده.

د افغان پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو وایي د تندر قول اردو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د تندر قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزو تامونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د شش خیلو په سیمه کې د توپچي ځواکونو پرمټ څلور تنه وسله وال ترهګر وژلي او یوتن ژوبل کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همداراز د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ دعالم خیلو په سیمه کې پرلویه لار پنځه کړۍ ډول ډول ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcdkj0f9yt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته